Book Name:Ustad Ke 3 Huqooq
به * پۀ عِلم کښې ترقي نصيب کيږي * د عِلم نُور زړۀ ته کوزيږي * پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې د عِلم برکتونه نصيب کيږي۔ ځکه که شاګرد هر څومره هم لوئي شي، پۀ هغۀ باندې لازم دي چې د خپل اُستاذ صاحب ادب کوي، اُستاذ صاحب چې کله هم حکم وکړي، فوراً دې هغه مني، د خپل عقل نۀ دې کار نۀ اخلي۔ نن سبا بعضې شاګردان د اُستاذ نه بد ګمانه کيږي، که درې څلور لفظونه ولولي نو ځان ډير علامه ګڼي، د خوش فهمۍ ښکار کيږي او د اُستاذ صاحب نافرماني شروع کړي، بعضې وخت خراب صحبت خراب اثر لري او ښه تابعداره شاګرد هم نافرمانه کوي۔ ياد ساتئ چې د اُستاذ نافرماني هم سپيرۀ والے راولي۔ ځکه هر وخت د اُستاذ تابعدار اوسئ۔ آؤ! خُدائے دې نۀ کړي که چرې اُستاذ د شريعت خلاف حکم کوي نو د ادب پۀ دائره کښې دننه معذرت وکړئ!
دويم حق: ادب او احترام کول
وضاحت: مثلاً * د اُستاذ صاحب نه مخکښې نۀ تلل * د هغوئي پۀ ځائے باندې نۀ کيناستل * د هغوئي مخې ته سترګې ښکته ساتل * د هغوئي نه مخکښې خبرې نۀ شروع کول * د هغوئي لاسونه ښکلول * د هغوئي سره ټوقې ټقالې نۀ کول * د هغوئي پۀ مخکښې لِـهجه او اواز ورو ساتل * د هغوئي برابر نۀ کيناستل * که د اُستاذ صاحب سره د خوراک څښاک کولو سعادت ميلاؤ شي نو د هغوئي نه مخکښې خوراک څښاک نۀ شروع کول۔ غرض: د شريعت پۀ کرښه کښې دننه د اُستاذ هر قِسمه عزت کول ضروري دي۔ د اُستاذ بے ادبي پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې د رسوايۍ سبب دے او د اُستاذ ادب د دواړو جهانو خير دے۔
دريم حق: د اُستاذ صاحب طرف ته توجه ساتل
وضاحت: چې اُستاذ صاحب سبق ښائي نو د هغوئي * هره خبره پۀ غور باندې اوريدل * که ممکن وي نو اوئې ليکئ * که پۀ يوه خبره باندې نۀ پوهيږئ نو په ادب سره يـې