Book Name:Zikr Hai Oncha Tera
خلق به پۀ خولو کښې ډوب وي، ژبې به د تندې د دلاسه بهر راوتې وي، خوله به څاڅي او پۀ زمکه کښې به جذب کيږي، تر دې پورې چې پۀ زمکه کښې به د خولې د جذب کولو ګنجائش پاتې نۀ شي، بيا به د خلقو خولې پۀ زمکه باندې د پاسه بهيدل شروع شي، تر دې پورې چې د مرۍ نه به هم تر بره پورې راشي، خلق به پۀ دې کښې غوپې وهي، پۀ ويره ويره به يـې زړونه تر خُلو پورې راشي۔ خلق به د دې افتونو نه تنګ شي او غواړي به چې د دې مشکل نه پۀ څۀ طريقه نجات حاصل شي، که زيات نۀ وي نو چې کم از کم حساب خو شروع شي، ټول به يو ځائے ته راجمع شي او د يو داسې کَس لټون به شروع کړي، چې د رَبِّ قَهَّار پۀ حضور کښې د دوئي شفاعت وکړي، نو د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ بارګاه کښې به حاضري وشي، هغوئي به اِذْہَبُوْا اِلیٰ غَیْرِی فرمائي يعنې زما نه علاوه د بل چا خوا له لاړ شئ! ([1]) خلق به د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام پۀ بارګاه کښې حاضر شي، هلته به هم دا جواب بيامومي، بيا به د يو يو، د حضرت ابراهيم خليلُ الله ، حضرت موسیٰ کليم الله ، حضرت عيسیٰ رُوحُ الله علَيهِمُ السَّلام غرض دا چې د ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ خدمت کښې به حاضر شي، ټول به هم دغه فرمائي چې زمونږه دا مرتبه نۀ ده، مونږ به دا کار اونکړے شو، تاسو د بل چا خوا له لاړ شئ! اخر به د نبيانو د نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې حاضر شي، د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې به د شفاعت سوال وشي، هغوئي به وفرمائي: اَنَا لَہَا (اَنَا لَہَا) آؤ (آؤ!) زۀ يم د شفاعت د پاره، زۀ يم د شفاعت د پاره۔
کہیں گے اور نبی اِذْہَبُوْا اِلٰی غَیْرِیْ
مرے حضور کے لب پر اَنَا ہو گا([2])