Book Name:Waseely Ki Barkatain
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
ښۀ اخلاق د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
د اخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک: (1): پۀ ايمان کښې زيات کامِل هغه دے د چا چې اخلاق ښۀ وي۔ ([1]) (2): د ښۀ اخلاقو نه بهتر مسلمان ته هيڅ څيز نۀ دے ورکړے شوے۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ښۀ اخلاق د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ * حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر يو سره د ښو اخلاقو او محبت سلوک فرمائيلو * نۀ به يـې څوک رټلو او نۀ به يـې ستغې سپورې وئيلې * صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته به پۀ کتلو مُسکے کيدلو، د هغوئي سره، د هغوئي د بچو سره به يـې خوش طبعي فرمائيله، ماشومان به يـې پۀ غيږه مبارکه کښې کښينول * د مريضانو تپوس به يـې کولو * پۀ محفل کښې به چرې هم پۀ غزيدلو ښپو نه کښيناستلو * پۀ سلام کښې به [د بل نه] وړومبے کيدلو [يعنې په ملاقات کښې به يـې د بل نه مخکښې سلام کولو] * ټول به يـې پۀ ښۀ نوم سره رابلل * د نورو خبره به يـې نۀ کټ کوله۔
الله پاک دې مونږ ته هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو اختيارولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم۔
بنا دو صبر و رضا کا پیکر بنوں خوش اخلاق ایسا سرور
رہے سدا نرم ہی طبیعت نبیِّ رحمت شفیعِ اُمّت
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد