Share this link via
Personality Websites!
واقعه لږه شان اوږده ده زۀ يـې لږه شان مختصر عرض کووم۔ درې کسان وو، هغوئي چرته روان وو، پۀ لاره کښې تيز باران شروع شو، هغوئي د باران نه د بچ کيدو د پاره د يو غر غار ته ننول، هغوئي پۀ غار کښې دننه وو، بهر تيز باران وريدو، پۀ دغه وخت کښې يو غټ ګټ راوښويدو او د غار خُلې له راغے، غار بند شو، دننه پکښې تيارۀ شوه۔۔۔!! بهر د راوتلو لاره هم نۀ وه۔ ډير پۀ مشکل کښې راغلل، بيا هغوئي يو بل ته ووئيل: تر ننه پورې چې مو څومره نيک اعمال کړي دي، ستاسو پۀ نظر کښې چې پۀ هغې کښې کوم د ټولو نه افضل عمل وي، د الله پاک پۀ بارګاه کښې د هغې وسيله پيش کړئ! نو * پۀ دې کښې يو د مور او پلار د خِدمت والا نيکۍ وسيله پيش کړه او دُعا يـې وکړه: اے الله پاکه! زما د مور او پلار د خِدمت والا نيکۍ پۀ برکت دا ګټ دومره لرې کړې چې مونږ اسمان ووينو۔ څنګه چې هغۀ د نيک عمل وسيله وړاندې کړه او دُعا يـې وکړه نو هٰغه وخت ګټ لږ شان وخوزيدو او اسمان پۀ نظر راغلو * بيا دويم کَس خپله د الله پاک د ويرې او د حيا والا نيکۍ وسيله پيش کړه او ويـې وئيل: اے الله پاکه! زما د دې نيک عمل پۀ برکت سره دا ګټ نور هم لرې کړې۔ نو ګټ نور وخوزيدو * بيا دريم کَس خپله د امانت دارۍ والا نيکۍ وسيله وړاندې کړه او دُعا يـې وکړه: اے الله پاکه! زما د دې امانت دارۍ پۀ وسيله دا ګټ نور هم لرې کړې۔ څنګه چې هغه دُعا وکړه نو زمونږۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: هٰغه ګټ کوم چې د غار خُله بنده کړې او هغوئي يـې قيد کړي وو، د هغوئي د نيکو اعمالو د وسيلې پۀ برکت هٰغه ګټ لرې شو (او هغوئي ټول پۀ خپله لاره باندې روان شول)۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د وسيلې برکت۔۔۔!! لهذا چې کله هم څۀ مشکل وي، پريشاني وي، مصيبت وي، تنګدستي وي، څۀ کار کول غواړۍ، پۀ يو ميدان کښې کاميابي غواړۍ نو نيک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami