Gharelu Zindagi Ki Sunnatain aur Adaab

Book Name:Gharelu Zindagi Ki Sunnatain aur Adaab

د مکـتبة الـمدينه نه يوه وړه شان رساله ميلاؤيږي: 72 نیک اَعمال، دا حاصله کړئ! پخپله هم پۀ دې باندې عمل وکړئ! او پۀ کور کښې چې هم تر څو پورې ممکن وي، دا نافذه کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کور ماحول به مو ډير ښۀ شي۔

پۀ پابندۍ سره هره مياشت کم از کم درې ورځې پۀ قافله کښې د عاشقانِ رسول سره د سُنَّتو پۀ اِجتماع کښې سفر کوئ او د کور والؤ د پاره هم دُعا کوئ۔ پۀ قافِله کښې د سفر پۀ بَرَکت سره هم پۀ کورونو کښې د دِيني ماحول جوړيدو مَدَني سپرلي واقعې اوريدلے کيږي۔

د کور دَرس اهتمام وکړئ!

د کور د ماحول ښۀ کولو، د اِسلامي ماحول جوړولو يوه بهترينه ذريعه دا ده چې پۀ کور کښې د فيضانِ سُنَّت دَرس ورکولو عادت جوړ کړے شي!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د آکَوله (مها راشټر، هندوستان) د يو اِسلامي ورور بيان دے چې د خرابو خلقو سره د تعلقاتو پۀ وجه زمونږه کورنۍ د بد عملۍ سره سره پۀ بده عقيده کښې اخته شوې وه، پۀ دغه وخت کښې زما 17 کلن کشر ورور کوم چې د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره تړون لرلو، هغۀ پۀ کور کښې ټول راجمع کړل او د فيضانِ سُنَّت دَرس به يـې ورکولو۔ زۀ به پۀ هغې کښې نۀ کيناستم، يوه ورځ زۀ ورنزدې شوم او کيناستم چې واورم چې پۀ دَرس کښې څۀ وائي، چې وا مې وريدو نو ډير ښۀ راباندې وليږو، لهذا ما هم روزانه پۀ کور دَرس کښې شرکت کول شروع کړۀ۔ پۀ ورو ورو زما د زړۀ تور والے لرې شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ کور کښې د کيدونکي دغه دَرس پۀ برکت زمونږ پۀ کور کښې دِيني ماحول جوړ شو او د الله پاک پۀ فضل سره د بدې عقيدې نه هم نجات حاصل شو۔ ([1])

بُری صحبتوں سے کَنارہ کشی کر                                                                                 اور اچھوں کے پاس آ کے پا دینی ماحول


 

 



[1]... دعوت اسلامی کی مدنی بہاریں (حصہ اول) ، صفحہ:99۔