Book Name:Gharelu Zindagi Ki Sunnatain aur Adaab
حضرت علي بن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو نو زۀ د هغوئي سره ووم، هغوئي زما نه اوبۀ وغوښتلې، ما هٰغه وخت نـمونځ کولو، ځکه ما فوراً اوبۀ پيش نۀ کړے شوې، د نـمونځ نه چې فارغ شوم نو زر مې اوبۀ حاضرې کړې نو حضرت علي بن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: ما دا دے اوس اوبۀ وڅښلې۔ زۀ ډير حيران شوم چې زما نه علاوه دلته څوک هم نشته، بيا اوبۀ چا پيش کړې؟ ما حضرت علي بن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د خپلې دې حيرانۍ ذِکر وکړو نو اوئې فرمائيل: د الله پاک پۀ رحمت سره اوس اوس حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام پۀ ما اوبۀ وڅښلې او اوئې فرمائيل: انبيا ٔ، صِدِّيقين، شهيدان او صالحان (يعنې نيکان بندګان) هٰغه خلق دي، پۀ کومو باندې چې الله پاک اِنعام وفرمائيلو، (اے علي بن صالحه!) واوره۔۔۔!! تۀ، ستا ورور او ستاسو مور هم پۀ هٰغه نيکانو خلقو کښې شامل دي، پۀ کومو چې د الله پاک اِنعام دے۔
هٰغه کَس وائي چې دا د حضرت علي بن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اخري خبرې وې، د دې سره د هغوئي روح پرواز وکړو۔ ([1]) د الله رَبُّ العزّت دې پۀ هغوئي باندې رَحمت وي او د هغوئي پۀ وسيله دې زمونږه بے حسابه بخښنه وشي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
تِلاوت کی توفیق دیدے الٰہی! گناہوں کی ہو دُور دل سے سیاہی
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو واوريدل! حضرت علي بن صَالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي ورور او مور بي بي د قرآنِ کريم د تِلاوت څومره شوق لرلو، د هغوئي پۀ کور کښي به روزانه د قرآنِ کريم ختم کيدلو، د هٰغه خوش نصيبو د تِلاوت د شوق څومره ښکلے اِنعام نصيب شو، د حضرت علي بن صالِح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات نه مخکښې، هُم پۀ دُنيا کښې د فرښتو د سردار حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام زيارت نصيب شو، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام پۀ هغوئي باندې اوبۀ وڅښلې او د الله پاک د نيک، انعام يافته بنده کيدو زيرے يـې هم ورکړو۔