Book Name:Luaab e Pak e Mustafa Ki Barkatein
سورلۍ ودروله، اوئې فرمائيل: ستا ماشوم څنګه دے۔۔۔؟ عرض يـې وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! هٰغه ورځ وه او ننۍ ورځ ده، ماشوم بالکل صحت مند دے۔([1])
ہوتی ہے شِفا دَم میں، دَم آتا ہے بےدَم میں
مَحْبوبِ خُدا کا ہے کیا خُوب شفا خانہ
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې پۀ دې روايت باندې مونږ د يو څو اړخونو نه غور وکړو:
د ټولو نه وړومبے خو دا خبره عرض کوم چې دلته زمونږ په معاشره کښي يو خيال موندلے کيږي چې د نبيانو او رسولانو کار صرف او صرف د الله پاک پيغام رَسوَل وي۔
خبره بالکل ټيک ده، انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام هُم د خلقو د هدايت د پاره تشريف راوړي خو د هغوئي کار صرف دا نۀ وي، دا خبره صحيح نۀ ده۔ وګورئ چې يو ماشوم بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر کړے کيږي، کوم ته چې د آسيب يا مِرګو مسئله ده، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ پۀ خُله کښې خپلې لاړې مبارکې اچوي او فرمائي: اُخْرُجْ عَدُوَّ اللہ فَاِنِّی رَسُوْلُ اللہ اے د الله پاک دښمنه! راووځه۔۔۔!! بے شکه زۀ د الله پاک رسول يم۔
وګورئ چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه مِرګو د راويستو د پاره د خپل رسالت حواله ورکړه او دا حواله چې يـې واوريدله نو هٰغه مِرګي هم ووتل، معلومه شوه چې د رسالت چي کوم مَنصَب دے، هم دا مَنصب د اختياراتو منصب دے، د رسولانو دا شان وي، چي چا ته څۀ حکم وکړي، د هغوئي د خُلو مبارکو نه لفظ