Book Name:Luaab e Pak e Mustafa Ki Barkatein
علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ سبق يادولو کښې مصروف وو چې يو نا اشنا کَس راغلو او اوئې وئيل: مَسعُوده! پاڅه! مونږ د سيل د پاره ځو۔ علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ جواب کښې ووئيل: زۀ د سيل د پاره نۀ يم پيدا کړے شوے، هسې هم د دومره لوستلو باوجود ما له څۀ نۀ راځي، بيا پۀ سيل کښې زۀ وخت څنګه ضائع کولے شم؟ پۀ دې وئيلو هٰغه نا اشنا کَس لاړو، لږ ساعت پس بيا هٰغه کَس راغلو، هغوئي بيا علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ته د سيل کولو د پاره د تللو دعوت ورکړو، هغوئي بيا هم هٰغه جواب ورکړو۔ هغه واپس لاړو۔ لږ ساعت پس بيا پۀ دريم ځل هٰغه کَس راغلو، پۀ دې ځل باندې هغۀ ووئيل: تاسو د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يادَوِي ۔ بس دا اوريدل وو چې د عَلَّامه تَفتَازاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه وجود پۀ ړچيدو شو او هغوئي ښپې ابله ښپې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار د پاره منډې کړې۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښار نه بهر د يوې وَنې لاندې تشريف فرما وو۔ خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ته وکتل نو مُسکے شو او اوئې فرمائيل: زمونږ پۀ بيا بيا رابللو تۀ رانغلې؟ علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ عاجزۍ سره عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته معلومه نۀ وه چې تاسو مې يادوۍ؟ تاسو ته خو زما کمزورے ذِهن معلوم دے، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ ستاسو پۀ پاکه بارګاه کښې د شِفا طلب ګار يم۔ د علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرياد يـې چې واوريدو نو د رحمت درياب پۀ جوش کښې راغلو، نبي رحمت، شفيع اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خپله خُله کولاؤ کړه! علامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه چې خپله خُله کولاؤ کړه نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې مبارکې لاړې د هغوئي پۀ خُله کښې واچولې او دُعا يـې ورته هم وکړه۔
بس د لاړو مبارکو ميلاويدل چي هٰغه طالبِ عِلم کوم چې د کُندذِهن وو، چي بيا