Luaab e Pak e Mustafa Ki Barkatein

Book Name:Luaab e Pak e Mustafa Ki Barkatein

د لاړو مبارکو مختصر برکتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لاړو مبارکو به څۀ وايم، رښتيا خو هم دا دي چې

زندگیاں ختم ہوئیں اور قلم ٹوٹ گئے

تیرے اَوصاف کا اِک باب بھی پُورا نہ ہوا

د خوږ آقا صرف د لاړو مبارکو د برکتونو بيانولو د پاره ډير زيات وخت پکار دے، چې صرف د لاړو مبارکو يـې دا شان دے نو سوچ وکړئ چې د ټول وجود مبارک د برکتونو به يـې څۀ حال وي۔

بهر حال! زۀ د مختلفو روايتونو مختصر خُلاصه عرض کووم: * د قبا شريف پۀ خوا کښې يو کوهے وو، د هغې اوبۀ به روزانه ختميدلې، يوه ورځ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هغې کښې لاړې مبارکې واچولې، د کومو پۀ برکت چې هٰغه اوبۀ دومره زياتې شوې چې خلقو به پخپله څښلې، پۀ ځناورو باندې به يـې څښلې، پټي به يـې پرې اوبۀ کول خو اوبۀ به نۀ ختميدې([1]) * حضرت حارثه رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ    پۀ غزوۀ بدر کښې شهيد شوے وو، د هغوئي کور والا خفه وو، ظاهره ده چې د جدايۍ غم وو۔ خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اوبو کښې لاړې مبارکې شاملې کړې او ورعطا يـې کړې، هغوئي چې وڅښلې نو حالت يـې دا شو چې پۀ ټوله مدينه کښې د هغوئي نه زياته خوشحاله او د سکون والا کور بَل نۀ وو۔([2])

 * يو کوهے وو: بِئرِ بَضَاعَه۔ صحابۀ کرام رَضِیَ اللهُ عَنْہم فرمائي: يو ځل محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې کوهي ته تشريف راوړے وو، هغوئي پۀ دې کښې


 

 



[1]...دلائل البوۃ للبیہقی، باب ما ظہر فی البئر...الخ، جلد:6، صفحہ:136۔

[2]...  المغازی للواقدی، بدر القتال ، جز:1، صفحہ:94۔