Share this link via
Personality Websites!
ورکړه۔ هغې ووئيل: دا نۀ بلکې کومه چې ستاسو پۀ خُله مبارکه کښې ده، هغه مې پکار ده! هغوي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه نمړۍ راويستله او وريـې کړله۔ پۀ روايت کښې ليکلے شوي دي:چي بس! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لاړو مبارکو دا لـمده نمړۍ خوړل ووچي پۀ زنانه باندې د شرم او حيا دومره غالبه وشوه چې ټول ژوند د هغې د خُلې نه چرې هم څۀ سپکه خبره رااونۀ وتله۔ يوې نمړۍ د هغې ژوند بدل کړو۔([1])
د مدينے منورې د ټولو نه خوږ کوهے
صحابئ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: زمونږ پۀ کور کښې يو کوهے وو، د هغې اوبۀ ډيرې تروې وې، يوه ورځ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو، هغوئي خپلې لاړې مبارکې پۀ هٰغه کوهي کښې واچولې۔ فرمائي: بس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لاړې مبارکې چې څنګه کوهي ته ورسيدلې نو د هٰغې ورځې نه پس به پۀ مدينه منوره کښې د ټولو نه زياتې خوږې اوبۀ زمونږ د کوهي نه ميلاؤيدلې۔([2])
جس کے پانی سے شاداب جان وجناں اُس دَہَن کی طَرَاوَت پہ لاکھوں سلام
جس سے کھاری کنویں شیرۂ جاں بنے اُس زُلالِ حَلاوت پہ لاکھوں سلام([3])
وضاحت: د مالِک او مختار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلې مبارکې نه پۀ وتلو لاړو مبارکو باندې جنتونه شنه او ښائسته دي، د دې لاړو مبارکو پۀ لوند والي دې پۀ لکونو سلامونه وي، د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لاړې مبارکې تراوۀ کوهيان خوږوي، رُوح او ځان ته تازګي عطا کوي، پۀ دې خوږه چينه باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami