Luaab e Pak e Mustafa Ki Barkatein

Book Name:Luaab e Pak e Mustafa Ki Barkatein

کمزورې وه، د کومې په وجه چې به ورته د قرآنِ کريم په يادولو کښې آزميښت وو۔

يو ځل د ګران آقا، مکي مَدَني مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار ته حاضر شو او عرض يـې اوکړو: يا رسولَ اللہِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته په قرآن کريم يادولو کښې ازميښت دے، د يادولو کوشش کوم خو يادولے يـې نه شم۔ ګران آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:  اُدْنُ ‌مِنِّي ‌يَا ‌عُثْمَانُ! يعنې اے عثمانه! ما ته نزدې راشه! حضرت عثمان فرمائي: زۀ ګران آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نزدې شوم، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما په خُله کښې خپلې لاړې مبارکې واچولې او زما په سينه يـې لاس کيښودو، د کوم يخوالے چې ما د خپلو اوږو په مينځ کښې محسوس کړو، د هغې نه پس خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے شيطانه د عثمان د سينې نه اوځه۔ حضرت عثمان رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ    فرمائي: د هغې نه پس زما د حافظې دا حال وو چې فَمَا سَمِعْتُ شَيْئًا بَعْدَ ذَلِكَ إِلَّا حَفِظْتُهُ [يعنې] ما به چې څه هم اوريدل هغه به راته ياديدل۔([1])

اعلیٰ حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي:

تم ہو شِفائے مَرض،  خَلقِ خدا خود غَرض         خَلق کی حاجت بھی کیا تم پہ کروڑوں درود([2])

وضاحت: يعنې يا رسولَ اللہِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک تاسو ته دا شان درکړے دے چې مريضانو ته شفا ورکوئ، لِهٰذا مونږ ته د مخلوق حاجت نشته، زمونږه د درد دوا، او د مرض شفا هم تاسو پخپله اوفرمائئ، په تاسو دې کروړونه درود او سلام وي۔

دا اوبۀ څښوونکے دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ پۀ زمکه باندې اوسيږو او تاسو ته معلومه ده چې د زمکې پۀ هر ځائے کښې اوبه راووځي، پۀ بعضې علاقو کښې خو چې 50، 60 فټه


 

 



[1]...دلائل النبوۃ، الفصل الرابع و العشرون...الخ، صفحہ:277، رقم:396بتصرف۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:267۔