Aaqa Ki Shan Khatm e Nabuwwat

Book Name:Aaqa Ki Shan Khatm e Nabuwwat

نـمونځ نه پس يـې) وفرمائيل: اے علي! تۀ ښۀ شوې، پۀ تا هيڅ تکليف نشته، ما چې د الله پاک نه څۀ د ځان د پاره وغوښتل، ستا د پاره مې هم وغوښتل او ما چې څۀ وغوښتل، الله پاک ما ته راعطا کړل خو ما ته دا وفرمائيلے شو چې لَا نَبِیَّ بَعْدَکَ يعنې اے محبوبه     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو نه پس بَل نبي نشته۔ حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زۀ هٰغه وخت داسې روغ شوم لکه چې هډو بيمار نۀ ووم۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ډير مشهور، ډير مختصر او د ختمِ نبوت د عقيدې بالکل واضِحه او صفا صفا بيانوونکے ډير ښکلے حديثِ پاک دے: لَا نَبِیَّ بَعْدِی زما نه پس هيڅ يو نبي نشته۔ بالکل هم داسې الفاظ يا د دې پشان ، د دې معنې او مفهوم والا الفاظ خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل نۀ بلکې بيا بيا، پۀ څو موقعو باندې ارشاد فرمائيلي دي۔ ځکه کوشش پکار دے چې دا مختصر شان حديثِ پاک مونږ ته پخپله هم يادول پکار دي او خپلو بچو ته هم يادول پکار دي، حديث شريف دے: لَا نَبِیَّ بَعْدِی زما نه پس بَل هيڅ يو نبي نشته۔ ([2])

خُود میرے نبی نے بات یہ بتا دی: لَا نَبِیَّ بَعْدِی!

ہر زمانہ سُن لے یہ نوائے ہادِی: لَا نَبِیَّ بَعْدِی!

وور پرې بالکل اثر اونۀ کړو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآني آيتونو او د دې حديثونو نه ثابتيږي چې د ختمِ نبوت عقيده بالکل رښتونې او واضحه عقيده ده، پۀ دې کښې هيڅ قِسمه پټ پنها څۀ نشته، نۀ پۀ دې کښې د څۀ بلې رائے ځائے شته۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هم د شروع نه مسلمانان پۀ دې عقيده باندې قائِم دي بلکې پۀ تاريخ کښې چې کوم يو بد بخته هم پۀ دې عقيده باندې د ډاکې


 

 



[1] ... کنز العمال، کتاب الفضائل ، فضائل الصحابہ، جز:13 ، جلد:7، صفحہ:74، حدیث:36509۔

[2] ... مسلم، کتاب الامارۃ، باب وجوب الوفاء ببیعۃ الخلفاء الاول فالاول، صفحہ:739، حدیث:1842 ۔