Book Name:Aaqa Ki Shan Khatm e Nabuwwat
په بَل روايت کښې دي: د دې خختې ځائے (ډَکَوَلو والا) زۀ يم، زۀ چې راغلم نو ما د نبيانو (سلسله) ختمه (يعنې مکمل) کړه۔ ([1])
مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې ليکلي دي: سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے مثال دے، نبوت لکه چې نوراني محل دے، انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام لکه چې د دې نوراني خختې دي حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لکه چې د دې محل اخري خخته ده، پۀ کومه چې دا عمارت پوره شو، د دې نه معلومه شوه چې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخري نبي دے، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ زمانه کښې يا د هغوئي نه پس بَل هيڅ نبي نشته۔ ([2])
ہیں وہ قصرِ نبوت کی اینٹ آخری
قولِ شاہِ دنا، خاتمُ الانبیا
(3): زما نه پس بل نبي يا رسول نشته
د حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د دواړو جهانو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: بے شکه رسالت او نبوت ختم شو، اوس زما نه پس نۀ څوک رسول شته نۀ څوک نبي۔ ([3])
(4): زما نه پس بَل هيڅ يونبي نشته
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل زۀ بيمار ووم، د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شوم، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زۀ پۀ خپل ځائے ودرولم او پخپله پۀ نـمونځ کښې مصروف شو، بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل څادر مبارک څۀ حصه پۀ ما باندې واچوله، (د