Book Name:Aaqa Ki Shan Khatm e Nabuwwat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د 22 سيپارې، د سورۀ اَحزاب د آيت: 40 د اوريدو سعادت حاصل کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قرآنِ کريم تقريباً 100 ته نزدې آيتونه دي،د کومو نه کښې چې د عقيده ختمِ نبوت ثابتيږي، پۀ هغې کښې يو دا آيت مبارک هم دےچې بالکل پۀ صفا الفاظو ډير پۀ واضِحه انداز سره پکښې د ختمِ نبوت عقيده بيان شوې ده۔
د آيت مبارک شانِ نزول څۀ داسې دے چې حضرت زيد بن حارثه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې صحابئ رسول دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا د نبوت اِعلان هم نۀ وو فرمائيلے، د دې نه مخکښې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته خپل ځوي وئيلے وو۔
زمونږ پۀ شريعت کښې چي چاته صرف خُله باندي ځوے ووئيلے دهغي حيثيت جُدا دے او د خپل سَکه ځوي حيثيت جُدا دے، د دې دواړو حکمونه هم جُدا جُدا دي، د پردې پۀ معاملاتو کښې، د وراثت وغيره پۀ معاملاتو کښې چي چا ته صرف پۀ خُلۀباندي ځوي وئيلے شوي وي هغه هيڅکله د سَکه ځوي برابر نۀ دے خو د جهالت پۀ زمانه کښې دا خيال کيدو چې خلقو به پۀ خُله وئيلے شوے ځوي هم سَکه ځوي ګڼلو ۔ د دي وجې نه به خلقو حضرت زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته زيد بن مُحَمَّد وئيلو۔ کله چې اِسلام راغلو نو که يو طرف ته يـې نور ډير ګناهونه ختم کړل نو بل طرف ته يـې د جهالت دا غلطه نظريه هم ختمه کړه، پۀ سُورۀ احزاب کښې باقاعده طور پۀ تفصيل سره دا بيان کړے شوي دي چې پۀ خُله وئيلے شوے ځوي د سَکه ځوي پۀ شان نۀ دے۔ پۀ دې باره کښې دا آيت مبارک هم نازل شو، ([1]) الله پاک فرمائي: