Aaqa Ki Shan Khatm e Nabuwwat

Book Name:Aaqa Ki Shan Khatm e Nabuwwat

پۀ خپلو سترګو باندې وليدل چې ناڅاپه قبر د مارانو نه ډک شو، پۀ يو پسې بَل مار پته نۀ لګي چې د چرته نه راتللو، هٰغه وخت طوفان هم شروع شو او د دې سره سره د قبر نه د وور لمبې هم راختلې۔

بيا هٰغه قاديانيانو ما ته د يو بَل قبر کنستو ووئيل، ما پۀ يو بَل ځائے کښې کدائي وکړه، چې څنګه پۀ هٰغه قبر کښې هٰغه ګستاخ قاديانے کيښودے شو نو د قبر نه ډير وحشت ناک اوازونه راتلل شروع شول، د کومو د اوريدو سره چې ټولو مړے هم هلته پريښودو او د ويرې نه وتښتيدل، تر دې پورې چې د مړي اولاد هم وتښتيدو۔ د هٰغه ګستاخ مړے تر دريو ورځو پورې هم داسې پۀ هديره کښې پروت وو، اخر خلقو پۀ هغه باندې خاورې واچولې او هغه يـې پټ کړو۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د ختمِ نبوت نه د منکرو خلقو عبرتناک انجام۔۔۔!! اصلي عذاب خو به هٰغه وي، کوم چې به د قيامت پۀ ورځ هغوئي له ورکولے شي، البته الله پاک بعضې وخت د داسې خلقو انجام پۀ دُنيا کښې واضحه کوي چې خلق ترينه عبرت حاصل کړي او د داسې ګستاخو نه هميشه د پاره بچ شي۔

الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي، زمونږ دې د ختمِ نبوت پۀ عقيده باندې او پۀ ټولو اِسلامي عقيدو باندې اِستقامت نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

د قاديانيانو چالونه

ياد ساتئ چې قاديانيان د ختمِ نبوت نه اِنکاري دي، مرزا غُلام احمد نبي مني، د قرآنِ کريم نه هم مُنکر دي، د حديثونو نه هم منکر دي، د ډيرو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام او خاص طور زمونږ د خوږ آقا او مولیٰ، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير زيات ګستاخان دي، دا بدبخته د مسلمانانو غولولو د پاره د ډيرو چالونو نه کار اخلي۔ د يو رپورټ مطابق دا وخت پۀ دُنيا کښې چې د اِسلام او د مسلمانانو خلاف کومه لابي (Lobby) د