Book Name:Khatm e Daur e Risalat Pe Lakhon Salam
دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: بريتونه کټ کړئ او ګيرې غټې کړئ د مجوسيانو مخالفت وکړئ! ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکې سُنَّتِ انبيا دي * زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه به هميشه د يو موټي پۀ مقدار وه * که د يو موټي نه به غټه شوه نو وړه کوله به يـې۔ * د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه پۀ پلن والي کښې داسې وه چې سينه مبارکه به يـې ډکوله۔ ([3])
* خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ګيره خَريل او بريت غټول بيخي نه خوښول * پۀ بهارِ شريت کښې دي چې ګيره خريل يا د يو موټي نه کمول حرام دي۔ ([4])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16