Khatm e Daur e Risalat Pe Lakhon Salam

Book Name:Khatm e Daur e Risalat Pe Lakhon Salam

کښې پۀ داسې حالت کښې وليدو چې هغه پۀ يو شين باغ کښې ډير خوشحاله دے او پۀ ځانګو کښې ځانګي۔ خوب ليدونکي ترينه پوښتنه وکړه چې دلته څنګ راغلې؟ هٰغه ځلمي جواب ورکړو چې د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره راغلے يم، الله پاک ډير کَرم فرمائيلے دے، زما مور ته ووايه چې زما غم نه کوي، زۀ دلته ډير پۀ سکون کښې يم۔

لوٹنے رحمتیں قافلے میں چلو                       سیکھنے سنتیں قافلے میں چلو

پاؤگے بخششیں قافلے میں چلو                     جنّتیں بھی ملیں، قافلے میں چلو

صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب!     صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

پۀ اُمت باندې د نبي حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ننۍ شپه د بختونو شپه ده * نن زمونږه د قِسمتونو د ځليدو شپه ده * د الله پاک د رحمت د راتلو شپه ده * زمونږه ګنهګارانو، خطا کارانو د بخت رابيداريدو شپه ده * د شافعِ محشرد تشريف د راوړلو شپه ده * د اُمت د غمخوار د جلوې فرمائيلو شپه ده * ننۍ شپه د هٰغه نبي د راتللو شپه ده۔۔۔!! چې

ایمان ملا اُن کے صدقے قرآن ملا اُن کے صدقے

رحمٰن ملا اُن کے صدقے وہ کیا ہے جو ہم نے پایا نہیں

 د چا پۀ برکت چې زمونږه هر څۀ نصيب شو راځئ چې د هغوئي د حقونو د ادا کولو کوشش وکړو * د دُنيا د هر څيز نه زيات د هغوئي سره محبت وکړو * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ادب او احترام وکړو * هغوئي د الله پاک د ټولو نه اخري نبي اومنو * د هغوئي د اصحابو او د اهلِ بيتِ اطهار رَضِیَ اللهُ عَنْہم سره محبت وکړو * د هغوئي د دښمنانانو نه بيزاره شو * د هغوئي تابعداري او فرمانبرداري وکړو * د هغوئي پۀ بارګاه کښې ښۀ ډير درود او سلام پيش کړو۔