Book Name:Khatm e Daur e Risalat Pe Lakhon Salam
نتيجه کښې يـې د دوزخ حقداران شول۔ سوچ وکړئ چې که پۀ دې امتحان کښې مونږ هم اچولے شوي وو نو بيا به مو دا تلل هم کولےچې آيا چا چې اوس د نبوت دعویٰ کړې ده، دا رښتونے دے که دروغژن دے، دا ډيره د ازميښت خبره وه، قربان شم! د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ برکت مونږ د دې امتحان نه بچ کړے شو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخري نبي راغلے، اوس بس خبره فائنل ده، بل يو نبي راتلل هم نۀ شته او که څوک بد بخته د نبوت دعویٰ هم وکړي نو د هغۀ د کتنې هډو ضرورت نشته، پۀ پټو سترګو ووايئ چې دا بد بخته دروغژن دے۔ سوچ وکړئ چې دا امتحان نۀ راتلل څومره لوئي نعمت دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ برکت زمونږه دا نعمت نصيب شو۔ * دغه شان نور هم ډير فيضانونه دي کوم چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ختمِ نبوت د شان پۀ برکت زمونږه نصيب شوي دي۔ يو فيضان دا هم دے چې زمونږ د ”خَيرَِ اُمَّت“ لقب نصيب شو۔ الله پاک فرمائي:
كُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ (پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:110)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (اے مسلمانانو!) تاسو بهترين اُمت يۍ کوم چې د خلقو (د هدايت) د پاره راښکاره کړے شو، تاسو د نيکۍ حُکم ورکوئ او د بدۍ نه منع کول کوۍ۔
د نيکۍ دعوت ورکول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام فريضه وه، کله چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخري نبي جوړ او تشريف يـې راوړلو نو ظاهره ده چې تر قيامته پورې هيڅ يو نوے نبي نۀ شي پيدا کيدے، لهذا اوس مونږ ته دا ذمه واري راسپارلے شوې ده چې د نبيانو والا کار دې اوس دا اُمت وکړي، يعنې د نيکۍ دعوت به مخکښې نبيانو ورکولو، اوس به يـې اُمتيان ورکوي۔
بيا پۀ دې بنياد باندې يعنې دا د نيکۍ دعوت ورکوونکے اُمت دے، لهذا الله پاک دې