Book Name:Khatm e Daur e Risalat Pe Lakhon Salam
وَ لٰكِنْ رَّسُوْلَ اللّٰهِ وَ خَاتَمَ النَّبِیّٖنَؕ (پارہ:22، سورۀ احزاب:40)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو د الله رسول دے او د ټولو نبيانو نه پۀ اخره کښې تشريف راوړونکے دے۔
دا د دې خبرې اعلان هم دے چې مخکښې به کومو نبيانو تشريف راوړلو، هغوئي به د خپلو خپلو علاقو نبيان وو: * حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د بابِل والؤ طرف ته نبي راليږلے شوے وو۔ * حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د بني اسرائيلو طرف ته نبي راليږلے شوے وو۔ * حضرت هود عَلَیْهِ السَّلَام د قومِ عاد طرف ته نبي راليږلے شوے وو۔ *حضرت صالح عَلَیْهِ السَّلَام د قومِ ثمود طرف ته نبي راليږلے شوے وو۔
خو قربان شم! چي د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ باره کښې دا اعلان وکړے شو چې تاسو د يو خاص قوم، د يوې خاص علاقې نۀ بلکې د ټول انسانيت نبي يۍ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اخري نبي کيدلو څلورمه تقاضا دا ده چې د اخري نبي سيرت کامِل او اکمل وي، چې تر قيامته پورې د راتلونکې هر يو انسان د پاره د هغوئي پۀ سيرت کښې عملي نمونه ميلاؤ شي۔ ځکه چې الله پاک کله وفرمائيل:
وَ لٰكِنْ رَّسُوْلَ اللّٰهِ وَ خَاتَمَ النَّبِیّٖنَؕ (پارہ:22، سورۀ احزاب:40)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو د الله رسول دے او د ټولو نبيانو نه پۀ اخره کښې تشريف راوړونکے دے۔
پۀ دې کښې د ختمِ نبوت د عقيدې سره سره د دې خبرې اِعلان هم شامل دے چې اوس کوم نبي تشريف راوړے دے، دا د ټولو نه د کامِل سيرت والا نبي دے۔
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت جامعيت
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: