Book Name:Khatm e Daur e Risalat Pe Lakhon Salam
دھوم ہے عطّارؔ ہر سُو شاہ کے مِیلاد کی جھوم کر تم بھی پکارو مرحبا یامصطَفٰے([1])
خير! ما يوه واقعه بيانوله۔ واقعه دا ده چې رَبِيعه بن نَصر د يمن بادشاه وو، هغه يو ځل يو خوب وليدو، ډير ويريدو، ډير خطرناک خوب وو، بيا هغه د دې د تعبير نه د ځان خبرولو د پاره د خپل ملک ټول معبرين (يعنې تعبير بيانوونکي) راجمع کړل، اوئې وئيل: ما يو خوب ليدلے دے، تاسو د دې تعبير بيان کړئ! خو شرط دا دے چې زۀ به خوب نۀ بيانووم، ما چې څۀ ليدلي دي؟ دا به هم تاسو بيانوئ او د دې تعبير به هم راوباسئ۔
ډير عجبيه شرط وو، چې سوال يې نۀ دے پوښتلے نو جواب د څۀ څيز۔۔۔؟ چې د خوب پته ولګي نو تعبير به يـې بيان کړے شي خو هغه بادشاه وو، د بادشاهانو خپل مزاج وي۔ د هغوئي پۀ مخکښې څوک څۀ وئيلے شي۔ خير! يو معبِّر همت وکړو، خولۀ يـې کولاو کړه او اوئې وئيل: بادشاه سلامت۔۔۔!! يو کَس دے کوم چې ستاسو شرط پوره کولے شي۔ پوښتنه يـې وکړه: څوک دے؟ اوئې وئيل: د شام اوسيدونکے دے، کاهِن دے (يعنې د هغه د پيريانو سره رابطه ده)، د هغه نوم سِطِّيح دے۔ بادشاه حکم وکړو چې سِطِّيح دې فوراً حاضر کړے شي۔
د شاهي اهتمام سره سِطِّيح راوبللے شو، معامله هغه ته کيښودے شوه۔ د سِطِّيح چې د پيريانو سره کومه رابطه وه، د هغې پۀ ذريعه هغۀ ووئيل: بادشاه سلامت! تاسو خوب ليدلے چې د تيارې يو سمندر دے، چرته چې هر طرف ته تکه توره تيارۀ راخوره ده، بيا پۀ هٰغه تيارۀ کښې يوه بريښنا وشوه، د هٰغې بريښنا رڼا پۀ تِهَامَه (يعنې مکه مکرمه) کښې پريوتله او هغې ټولې تيارې وخوړلې۔
دومره اوريدل وو چې بادشاه د خوشحالئ نه راټوپ کړې ، اوئې وئيل: بالکل ما هم