Book Name:Mahboobiyat e Mustafa
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے محبت دے، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام د فرښتو سردار دے، د الله پاک مقرب دے خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خادِم دے، د هغوئي د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ډير زيات محبت دے، ځکه خو عرض کوي: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما ستاسو پۀ خدمت کښې د حاضريدو ډير زيات شوق وو، ستاسو پۀ جدايۍ کښې زما قرار نۀ وو خو زۀ د الله پاک د حکم پابند يم۔
بے لقائے یار اُن کو چین آ جاتا اگر
بار بار آتے نہ یُوں جبریل سدرہ چھوڑ کر([1])
وضاحت: حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام به سِدرَةُ الـمُنتهیٰ پريښودله او بيا بيا به بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضريدلو، د دې نه معلوميږي چې هغوئي ته به د محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جُدايۍ کښې سکون نۀ راتللو، که قرار ورته وے نو بيا بيا به يـې دومره اوږد سفر نۀ کولو۔
د جبريل عَلَیْهِ السَّلَام بارګاهِ رسالت ته حاضريانې
اِمام عمر بن علي حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: * حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام خوا له 12 کرته تشريف راوړےوو * د حضرت ادريس عَلَیْهِ السَّلَام خوا له 4 کرته راغلےوو * د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام خوا له 50 ځله راغلےوو * د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خوا له 42 کرته راغلےوو * د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام خوا له 400 کرته راغلےوو * خو د خوږ آقا، محبوبِ خُدا، اِمامُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې (12 کرته نۀ، 20 کرته نۀ، 50 کرته نۀ، درې څلور سوه کرته نۀ، زر کرته نۀ، دوه زره کرته نۀ بلکې) حضرت جبريلِ امين زما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې 24 زره کرته حاضِر شوےوو۔ ([2])