Book Name:Mahboobiyat e Mustafa
وضاحت: اے خوږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو د هر څيز د خالِق، د هر څيز د مالِک الله کريم محبوب يۍ، بيا به ستاسو پۀ ټول مخلوق باندې قبضه ولې نۀ وي۔۔۔؟ تاسو روښانه نُور، يو پټ راز يۍ، هم الله پاک دے کوم چې ستاسو نه خبر، ستاسو د حقيقت نه پوره خبردار دے، ستاسو د خپل رحمت پۀ سوري کښې ساتونکے دے۔
پۀ ګستاخانو باندي وور وه وريدو
د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ماشومتوب مبارک خبره ده، چې کله د هغوئي رضائي مور صاحبه سيده حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها مکے مکرمې ته حاضره شوه، سيدِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي د خپل خِدمت د پاره قبوله کړه نو حضرت حليمه سعديه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: ما رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غيږ کښې راواخستو، د هغوئي د مور جانې حضرت آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه مې رخصت راواخستو، پۀ خپله اوښه باندې کيناستم نو اوښې خپل مخ د کعبې شريفې طرف ته کړو، 3 سجدې يـې وکړې او بيا پۀ خپله لار روانه شوه۔
اَللہُ اَکْبَر! دا هُم هٰغه اوښه وه کومه چې ټپه ټيپه او کمزورې وه، چې کله سيده حليمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها مکے مکرمې ته راتلله نو دا اوښه د ټولو نه وروستو وروستو وه، ګرځيدے هم نۀ شوه خو اوس د دې شان ځانګړے وو، هم هٰغه ټپه ټيپه او کمزورې اوښه بيا د ټولو نه مخکښې روانه وه، نورو زنانؤ د سيده حليمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه پوښتنه وکړه: اے حليمه! آيا دا هم هٰغه اوښه ده؟ د دې شان خو ډير عجيبه دے۔ سيده حليمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: ما واوريدل چې اوښې دا خبرې کولې: وَاللہِ اِنَّ لِی لَشَانًا ثُمَّ شَاْنًا بَعَثَنِیَ اللہُ بَعْدَ مَوْتِی پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! نن زما ډير لوئي شان دے، بيا مې نور هم لوئي شان دے، نن رَبِّ قدير ما ته د مرګ نه پس ژوند راعطا کړے دے۔ ([1])