Mohabbat e Rasool Ke Waqiat

Book Name:Mohabbat e Rasool Ke Waqiat

چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

اوښ په سجده پريوتو

      حضرت انس بن مالِک رَضِیَ اللہُ عنہ صحابي رسول دے، هغوئي ته 10 کالو پورې د محبوبِ کريم صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم د خدمت سعادت نصيب شوے وو۔ هغوئي فرمائي: د انصارو صحابؤ يو کور وو، هغوئي اوښ ساتلے وو، د کروندې د پاره به يـې په هٰغه اوښ اوبه بار کړې او راوړلې، يو ځل داسې اوشول، هغه اوښ سرکشه شو يعنې د غُصې نه ليونے شو۔

      ستاسو د معلوماتو د پاره عرض دے چې هسې اوښ قلار ځناور دے خو کله چې دا ډير غصّه شي نو د زمري هومره خطرناک شي، انسان قتلولے هم شي۔

      خير! د هغو انصارو صحابۀ کرامو رَضِیَ اللہُ عنہم اوښ سرکشه شو، د هغوئي په قابو کښې نۀ راتلو۔ بيا څه اوشو؟ سُبْحٰنَ اللہ!

جنّ و اِنْس و ملک کو ہے بھروسا تیرا

سرورا مرجعِ کُلْ ہے درِ والا تیرا

وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    ! پيريان، انسانان او فرښتې ټول پۀ تاسو بهروسه لري، اے د ټول جهان سرداره! د ټولو د فرياد ځائے ستاسو دربار مبارک دے.

هغه انصاري صحابي رَضِیَ اللہُ عنہ هم بارګاہِ رسالت ته حاضر شو۔ په هٰغه وخت کښې د نور محفل جوړ وو، صحابۀ کرام رَضِیَ اللہُ عنہم حاضر وو، انصاري صحابي رَضِیَ اللہُ عنہ صورتِ حال عرض کړو، ويـې وئيل: يا رسولَ اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم! اوښ سرکشه شوے دے، نزدې هُم نۀ شو ورتلے، ډيره مشکله ده، هُم تاسو کرم اوفرمائئ!