Book Name:Mohabbat e Rasool Ke Waqiat
ځکه د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ذِهن کښې هم يو څيز وو چې زر تر زره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې حاضر شي۔
گھر سے کہیں اچھا ہے مدینے کا مسافر یہاں صبح وطن شام غریب الوطنی ہے
کہتا ہے مسافر سے یہ ہر نخلِ مدینہ آرام ذرا لے لو یہاں چھاؤں گھنی ہے
اخر دا عاشق د مدينے منورې ښکلو ښکلو فضاګانو ته ورسيدو، د مدينے منورې کوڅو ته چې ورسيدو نو د زړۀ دُنيا يـې بدله شوه، پۀ زړۀ يـې د خوشحالۍ او مستۍ حالت راخور شو، د ليونو پۀ شان يـې د مدينے منورې پۀ کوڅو کښې د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لټولو، چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې د مدينے منورې پۀ کوڅو کښې اونۀ ليدلو نو د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت بي بي عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ حجره مبارکه کښې موجود د رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قبر مبارک ته حاضر شو او پۀ ژړا ژړا يـې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د حَلَب نه مو غلام د زيارت د پاره راووغوښتو او چې اوس غلام د زيارت د پاره حاضر شو نو تاسو پۀ پرده کښې پټ شوئ۔
غرض دا چې دلته عرض او معروض پيش کيدلو او هلته پۀ مدينه منوره کښې دا خبر خور شو چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مؤذِن حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مدينے منورې ته تشريف راوړے دے، بيا د ټولو پۀ نظر کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جلوې بيا راتازه شوې، نا قلاره زړونه پۀ درزيدو شو، خلقو پۀ منت زارو او پۀ ژړا ژړا پۀ خواستونو کولو د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يو ځل بيا د اَذان کولو غوښتنه وکړه خو حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معذرت وکړو او اِرشاد يـې وفرمائيلو: اے وروڼو! تاسو ته معلومه ده چې کله به ما د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ظاهري ژوند کښې اَذان کولو نو پۀ اَشْھَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللہ وئيلو به مې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار کولو خو آه! نن به هٰغه منظر د سترګو نه پناه وي! ځکه زۀ د اذان کولو طاقت نۀ لرم۔ بهر حال سَيِّدُنا