Book Name:Rasool e Zeeshan Ke 3 Huqooq (Qist 2)
هٰغه لفظ کوم چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذات مبارک باندې دلالت کوي (مثلاً هغوئي، حُضُور، رسولِ هاشمي وغيره)، د دې سره درود شريف لوستل واجب دي۔ ([1]) * پۀ مختلفو مجلسونو کښې (مثلاً پۀ يو ځائے کښې ناست وو، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر وشو، بيا پاڅيدو او بل ځائے ته لاړو، بيا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر وشو نو) هر ځل درود شريف لوستل واجب دي، چې نۀ يـې لولي نو ګنهګاريږي به۔ ([2]) * البته که هم پۀ يو مجلس کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر بيا بيا کيږي نو پۀ دې باره کښې د علمائے کرامو اِختلاف دے، بعضې علمائے کرام فرمائي: پۀ يو ځائے کښې که پۀ زرګونو کرته هم ذِکرِ پاک وشي، هر ځل درود شريف لوستل واجب دي، که يو ځل يـې هم پريښودو نو ګنهګاريږي به، خو نور علمائے کرام فرمائي: که پۀ يو ځائے کښې بيا بيا ذِکرِ پاک وشي نو يو ځل درود شريف لوستل واجب دي او هر ځل لوستل مستحب دي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مناسب هم دا دي چې هر ځل درود شريف ولوستلے شي، چې داسې څيز پۀ کوم کښې چې لوئي لوئي رحمتونه، برکتونه دي او پۀ نۀ کولو کښې بے شکه د لوئي فضل نه محرومي ده، نو د يو عقلمند کار دا نۀ دے چې دا پريږدي۔ ([3]) * د خطبې پۀ وخت پۀ ذِکرِ پاک اوريدو صرف پۀ زړۀ کښې درود شريف لوستل پکار دي، پۀ خُله باندې وئيل جائز نۀ دي ولې چې هٰغه وخت خاموشه اوسيدل کيدل فرض دي۔ ([4])
دريم حق: د نسبت ادب او احترام کول
وضاحت: يعنې هر هٰغه څيز د کوم چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره نسبت دے، د هغې د زړۀ نه تعظيم کول، ادب او احترام کول هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حقونو کښې يو ډير اهم حق دے۔