Book Name:Rasool e Zeeshan Ke 3 Huqooq (Qist 2)
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې حقونه (قسط: دويم) پۀ عنوان سره ګټه ور معلومات درکولے شي او د فرض نـمونځ نه پس کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: تاسو پۀ ما باندې درود لولئ بے شکه دا ستاسو د پاره پاک والے دے۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې حقونه (قسط:دويم)
آيت مبارک
الله پاک فرمائيلي دي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ (پارہ:5، سورۀ النساء:95)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! د الله فرمانبرداري وکړئ او د رسول فرمانبرداري وکړئ۔۔۔!