Rasool e Zeeshan Ke 3 Huqooq

Book Name:Rasool e Zeeshan Ke 3 Huqooq

ترجمه: اے الله پاکه! ما ته حلال رزق راعطا کړې او د حرامو نه مې بچ کړې او پۀ خپل فضل او کرم سره مې د ځان نه علاوه د غيرو نه بے نيازه کړې۔ ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟       (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10): آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اِصلاحي کتاب لوستلے؟     (13): آيا د اذان او د اِقامت جواب مو ورکړے؟ (14): آيا د غصې علاج مو کړے؟  (15): آيا خپله جائزه مو اخستې؟ (16): آيا د خپل نګران تابعداري مو کړې؟ (17): آيا پۀ تاسو او جي وئيلو سره مو خبرې کړي؟ (18): آيا پۀ مکـتبة الـمدينه بالغان کښې مو لوستلي، يا مو ښودلي؟ (19): آيا د ماسخوتن د جَمعې نه پس پۀ دوو ګينټو کښې کور ته رسيدلي يئ؟ (20) : آيا دوه ګينټې مو پۀ ديني کارونو باندې لګولي؟ (21): آيا د سحر د نـمونځ د پاره مو راپاڅول کړي؟ (22): آيا د نورو کورونو ته مو د کتلو نه ځان بچ کړے؟ (23): آيا پۀ کور


 

 



[1]... مستدرک ،کتاب الدعاء والتکبیر ...الخ ، باب دعاء قضاء الدین ، جلد:2، صفحہ:230، حدیث:2016۔