Book Name:Rasool e Zeeshan Ke 3 Huqooq
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې حقونه پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او د قرض د ورکولو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: چا چې دا ووئيل: جَزَ ی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَّاھُوَ اَھْلُہٗ ([1]) 70 فرښتے به د هغه د پاره تر زرو [1000] ورځو پورې نيکۍ ليکي۔ ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې حقونه
آيت مبارک
الله پاک فرمائيلي دي:
وَ تُوَقِّرُوْهُؕ-وَ تُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّ اَصِیْلًا(۹) (پارہ:26، سورۀ الفتح:9)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د رسول تعظيم او توقير کوئ او سحر او ماښام د الله پاکي بيانوئ۔