Book Name:Tere Chehra e Noor Fiza Ki Qasam
محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: که يو څيز ورک شي يا يو څيز ضائع شي نو بنده دې سورۀ والضُّحٰی لولي، د هغۀ ورک شوے څيز به ورته ميلاؤ شي۔
يو ځل د اميرُ المُؤمِنِين حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه يو غلام چرته وتښتيدو او واپس رانغلو، هغوئي خپل يو ګورنر ته خط وليکو او اوئې فرمائيل: زما غلام د دلته نه تښتيدلے دے او ستا د علاقې طرف ته درغلے دے، هغه زر ولټوه!
د اَميرُ المُؤمِنين حکم وو، هٰغه ګورنر ډير پريشانه شو، هغه غلام ډير ولټولو خو راپيدا يـې نۀ کړو، د دې پريشانۍ پۀ حالت کښې چا مشوره ورکړه چې تۀ د سورۀ والضُّحٰی او سورۀ اَلَم نَشرَح وظيفه کوه! تښتيدلے غلام به دې پخپله واپس راشي، نو هغه د سورۀ والضُّحٰی او سورۀ اَلَم نَشرَح تِلاوت وکړو نو هٰغه وخت هٰغه تښتيدلے غلام هغۀ ته ميلاؤ شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې دا مبارک سُورت بے درکه شوي ميلاوهلو والا دے۔ لهذاچې کله درنه څۀ څيز ورک شي، څوک خپل خپلوان چرته لاړ شي، بے درکه شي، نۀ ميلاؤيږي نو د سورۀ والضُّحٰی تلاوت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بے درکه شوے به ميلاؤ شي۔
الله پاک دې مونږ ته د دې مبارک سُورت بلکې د ټول قرآنِ کريم پۀ کثرت سره د تِلاوت کولو توفيق راعطا کړي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې د شپې د قرآن د 10 آيتونو تلاوت وکړي، د هغه نوم به د غافلانو پۀ لِسټ کښې نۀ ليکلے کيږي۔ ([2]) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د سورۀ وَالضُّحٰی 10 نۀ بلکې 11 آيتونه دي، ځکه که مونږه روزانه د شپې د اوده کيدو نه مخکښې د سورۀ وَالضُّحٰی تلاوت کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ غافلانو کښې به نۀ شميرلے کيږو۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔