Book Name:Tere Chehra e Noor Fiza Ki Qasam
ہے کلامِ اِلٰہی میں شمس و ضحیٰ تیرے چہرۂ نُور فزا کی قسم
قسمِ شبِ تار میں راز یہ تھا کہ حبیب کی زلفِ دوتا کی قسم([1])
وضاحت: اے زما نُور والا آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ قرآنِ مجيد کښې د وَالشَّمس او د وَالضُّحٰی پۀ فرمائيلو الله پاک ستاسو د نوراني مخ قَسم کړے دے او د وَالَّیلِ اِذَا سَجٰی پۀ فرمائيلو يـې ستاسو د وَل وَل ښکلو ښکلو زلفو قَسم کړے دے۔
او پۀ يو بل ځائے کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
جیسے قرآں ہے وِرْد اس گلِ محبوبی کا
یُوں ہی قرآں کا وظیفہ ہے وقار عارِض([2])
وضاحت: د دې شعر وضاحت ډير ښکلے دے، لږ پۀ خيال کښې راولئ چې مسجدِ نبوي شريف دے، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما دے، مصحف مبارک يعنې قرآنِ کريم يـې مخې ته دے، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تلاوت کوي، هغوئي لولي:
وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲)
الله! الله! خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرآنِ کريم تلاوت فرمائي او قرآنِ کريم څۀ وائي: اے محبوبه! ستاسو پۀ روښانه مخ باندې مې دې قَسم وي! ستاسو پۀ مبارکو زلفو مې دې قَسم وي!
دا صرف د يو تصور خبره ده څنګه چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې لکه څنګه به چې زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سحر او ماښام، شپه او ورځ د قرآنِ کريم تِلاوت فرمائيلو، هم داسې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارک رخسار ذِکر کول د قرآنِ کريم وظيفه ده۔