Book Name:Apni Jan Ke 3 Huqooq
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مؤمِن له پکار دي چې زۀ او زما مال پۀ رَبِّ کريم خرڅ شوي دي، زما هيڅ يو څيز خپل نشته، خپل هر اندام، هر وخت او هر مال دې د الله پاک د مرضۍ مطابق استعمالوي، ګنې نو خائن (يعنې خيانت کوونکے) به وي۔ ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
وَ اِنَّ لِنَفْسِکَ عَلَیْکَ حَقًّا
ترجمه: بے شکه ستا د ځان پۀ تا باندې حق دے۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ دا وجود، زمونږ دا لاسونه، زمونږه هره يوه ساه پۀ اصل کښې زمونږ نۀ بلکې د الله پاک راعطا کړے شوے امانت دے، د دې امانت حفاظت پۀ مونږ ټولو باندې لازم دے۔ ځکه پۀ مونږ باندې د خپل ذات هم حقونه دي۔ راځئ چې نن د خپل ځان درې حقونه زده کړو:
وړومبے حق: ځان د ګناهونو نه بچ کول
وضاحت: الله پاک فرمائي:
قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِیْكُمْ نَارًا (پارہ:28سورۂ تحریم :6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! خپل ځانونه او خپل کور والا د هٰغه وور نه بچ کړئ۔
يعنې د داسې کارونو نه پخپله هم بچ شئ او خپل کور والا هم بچ کړئ کوم چې تاسو