Book Name:Aala Hazrat Ki Wasiyatein
ده۔
(2): یعنې دويمه ډله هٰغه ده کومه چې د جنَّت د پاره جوړه کړے شوې ده، هغوئي ته د جنَّتي اعمالو توفيق عطا کړے شوے دے، دا جنتيان دي، هم د جنَّت د پاره جوړ کړے شوي دي۔([1]) دا کوم خلق دي؟ څۀ کوي؟ د دوئي اعمال څنګه دي؟ فرمائي:
یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ (پارہ:9، سورۀ اعراف:181)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: کومه چې د حق هدايت ورکوي۔
يعنې دا هٰغه خلق دي کوم چې خلقو ته د حق لارې هدايت کوي، څوک چې د دوئي لمن اونيسي، هغوئي د ګمراهو نه بچ کوي او د حق پۀ لار باندې يـې روانوي، پخپله هم پۀ رښتينو عقيدو، د اِسلام پۀ رښتينو تعليماتو باندې ثابت قدم اوسيږي او خپل منونکي، خپل خوښوونکي هم پۀ رښتينو عقيدو او رښتينو تعليماتو باندې ثابت قدم ساتي۔ ([2])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې آيت نه معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دي ښکلي اُمت کښې داسې خلق راغلې او بيا د پاره به هم راځي کومو چې به خلقو ته د حق لارې هدايت کولو، کوي او بيا به يـې هم کوي۔([3]) د الله پاک پۀ فضل سره اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پۀ دې پاکه ډله کښې شامل يو د اوچتې مرتبې هستي ده۔
ہے رضائے مصطفےٰ احمد رضا ہے عطائے مرتضیٰ احمد رضا
رہبر اور رہنما احمد رضا حق نما حق آشنا احمد رضا
نائب مختارِ کل، غوث الوریٰ نائب غوث الوریٰ احمد رضا