Book Name:Aala Hazrat Ki Wasiyatein
نه د منع کولو د پاره د کور نه وَتل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي ٭ زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو ته تشريف وړلو ٭ مختلفو قبائلو ته به يـې هم تشريف وړلو او د نيکۍ دعوت به يـې ورکولو۔ ([1]) تاسو هُم دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول سره پۀ علاقائي دوره کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ٭د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنَّتو باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب شي ٭ د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به ميلاويږي ٭ د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لاره ښودلو والا، د نيکۍ کولو والا پۀ شان دے ([2]) ٭ که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ چې مزې به مو شي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
شرابي د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو
د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله کَپَړوَنج (ګجرات، هندوستان) ته ورسيدله، قافله کښې شرکت کوونکو د علاقائي دورې د پاره د جومات نه بهر تشريف يوړلو، پۀ علاقائي دوره کښې پۀ يو شرابي باندې انفرادي کوشش وکړے شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات پۀ لور روان شو، اِسلامي وروڼو د هغۀ سره دومره د ښۀ اخلاقو مظاهره وکړه چې هغه شپږ ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه هغۀ د ګناهونو نه توبه وکړه، ګيره مبارکه يـې لويه کړه، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه۔ او مدني قافلو مسافر جوړ شو۔
گر آئے شرابی مٹے ہر خرابی چڑھائے گا ایسا نشہ دینی ماحول