Book Name:Aala Hazrat Ki Wasiyatein
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد دے۔ فرمائي: د 14 ذُو الـحِج، کال 1333 هجرۍ خبره ده، سحر وختي، د سحر د نـمونځ وخت وو او زۀ اودۀ ووم چې ما خوب وليدو، څۀ ګورم چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، زما د ښي لاس غټه ګوته او ورسره خوا کښې ګوته يـې راښکله او اوئې فرمائيل: پاڅه۔۔۔!! نـمونځ وکړه! 5 بجې دي۔
فرمائي چې د دې سره زما سترګې وغړيدلې، چې ګړۍ ته مې وکتل نو واقعي چې 5 بجې وې، زۀ پاڅيدم او د سحر نـمونځ مې ادا کړو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ تاسو وګورئ چې څوک د خپلو مُريدانو د نـمونځونو دومره حفاظت کوي، چې مُريد يـې اودۀ وي او راپاڅوي يـې او نـمونځ يـې د قضا کيدو نه بچ کوي، هغه به د خپلو مريدانو د عقيدو د معاملو پۀ باره کښې تر کومه حده پورې خيال ساتي۔۔۔۔؟؟
ہیں شریعت اور طریقت کے امام پیکرِ عشق و وفا احمد رضا
دین و ایمان کی حفاظت تم نے کی ہو تِرا حافِظ خُدا احمد رضا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته زمونږ د زدکړې د پاره هم يو سبق دے، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ظاهره ده چې وَلِيُّ الله دے، هغوئي خو صاحب د کرامت دے، دا شان لري چې پۀ خوب کښې راځي او د نـمونځ د پاره راپاڅول کوي۔
خو مونږ چې لږ غور وکړو، ځه مونږه خو پۀ خوب کښې د نـمونځ د پاره راپاڅول نۀ شو کولے آيا مونږ د بيدارۍ پۀ حالت کښې خلق د نـمونځ د پاره راپاڅوو۔۔۔؟ که مونږ نور