Book Name:Aala Hazrat Ki Wasiyatein
نـمونځ تر مرګه پورې معاف نۀ دے
سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يوې پوښتنې پۀ جواب کښې فرمائي: تر څو پورې چې عقل باقي وي، پۀ يو وخت کښې هم نـمونځ معاف نۀ دے۔ د سفر پۀ حالت کښې يا پۀ داسې مرض کښې چې د روژې نيولو طاقت نۀ وي، د رمضان شريف د روژو قضا کولو (يعنې هٰغه وخت د پريښودو او وروستو د نيولو) اِجازت شته۔ ([1]) دغه شان زکوٰة پۀ صاحبِ نصاب باندې او حج پۀ وَس لرونکي باندې فرض دے خو نـمونځ پۀ ټولو باندې بهر حال فرض دے۔ ([2]) څوک چې بيمار دے، د ودريدو طاقت نۀ لري نو د ديوال، يا د اَمسا يا د کوم کَس پۀ ملاتړ دې ودريږي او نـمونځ دې ادا کړي، څوک چې بالکل هم نۀ شي ودريدے، هغه دې پۀ ناسته وکړي، که کيناستے هم نۀ شي نو پۀ ملاسته دې پۀ اِشارو وکړي۔ ([3])
غرض دا چې نـمونځ تر مرګه پورې معاف نۀ دے۔ ([4]) الله رَبُّ العِزَّت فرمائي:
وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ۠(۹۹) (پارہ:14 ، سورۀ حجر:99)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رَبّ عبادت کوه تر دې چې تا ته مرګ راشي۔
ہر عبادت سے بَرتَر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فَرحت نَماز ہے مریضوں کو پیغامِ صِحَّت نَماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ ربّ سے دلوائے گی تم کو جنَّت نَماز
پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نَماز