Book Name:Mehmanon Ke 3 Huqooq
فَرَاغَ اِلٰۤى اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍۙ(۲۶) (پارہ:26، سورۀ الذٰاریٰت:26)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا اِبراهيم د خپل کور کسانو طرف ته لاړلو نو يو څورب سخے يـې [پوخ کړے] راوړلو۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې د ميلمه ميلمستيا کول سُنَّت دي، اګر که هٰغه (ميلمه) نۀ پيژنې۔ ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
چا چې ٭ نـمونځ قائم کړو ٭ زکوٰة يـې ادا کړو ٭ حج يـې ادا کړو ٭ د رمضان روژې يـې ونيولې او ٭ د ميلمه ميلمستيا يـې وکړه هغه به جنَّت ته داخليږي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څوک چې زمونږ سره د ميلاؤيدو د پاره د بَل ښار نه راشي هغه ميلمه دے، څوک چې د خپلې محلې يا ښار نه زمونږ سره د ميلاؤيدو پۀ نيت د څۀ وخت د پاره راشي هغه ميلمه نۀ بلکې ملاقات کوونکے دے او کوم کَس چې د خپل څۀ کار د پاره راشي مثلاً ٭ څوک د خپلو مسئلو پۀ باره کښې د مشورې اخستو د پاره راغلو ٭ د يو عالِمِ دِين نه د مسئلې د پوښتنې د پاره راغلو هغه ميلمه نۀ دے۔ ([3]) اِسلام مونږ ته د ميلمه د حقونو ادا کولو تعليم راکړے دے، راځئ چې د ميلمنو يو څو حقونه زده کړو۔
وړومبے حق: د ميلمنو اِکرام کول