Share this link via
Personality Websites!
غريب له پيسې ورکول هم خير خواهي ده ٭ وږي مړول هم خير خواهي ده ٭ ضرورت مند له جامې اخستل هم خير خواهي ده ٭ د مسلمانانو وروڼو سره نيکي کول او ښۀ سلوک کول هم خير خواهي ده، دا ټول د خير خواهۍ صورتونه دي، البته! د ټولو نه لويه خير خواهي دا ده چې مونږ د چا د جنَّت د حقدار جوړولو يا د دوزخ نه د بچ کولو ذريعه جوړه شو۔
ياد ساتئ چې هره ګناه د دوزخ حقدار جوړونکې ده، بد ګماني هم ګناه ده،([1]) که يو کَس، زمونږ يو مسلمان ورور زمونږ پۀ وجه پۀ بد ګمانۍ کښې اخته کيږي نو يقيناً چې مونږ د خپل مسلمان ورور د پاره د دوزخ د لارې پرانستو سبب جوړيږو، ځکه مونږ له پکار دي چې داسې يو کار هم نۀ کوو چې ليدونکے پۀ بد ګمانۍ کښې اخته شي۔ د مثال پۀ توګه مونږ د شرابيانو پۀ خوا کښې ولاړ يو، نو ليدونکے مونږه هم پۀ شرابي ګڼلو هيڅې بے هيڅه پۀ بد ګمانۍ کښې اخته کيدے شي ٭ مونږ پۀ موبائل باندې پټې پټې خبرې کوو، خلق بد ګماني کولے شي چې کيدے شي څۀ غلطه معامله ده، ځکه ضرورتاً که پټه خبره هم کول وي نو د احتياط نه کار اخستل پکار دي ٭ درې څلور کسان ناست وي، دوه کسان د يو بل پۀ غوږ کښې پټې پټې خبرې کوي، ظاهره ده چې ناست خلق پۀ بد ګمانۍ کښې اخته کيدے شي ٭ که مونږ د سنوکر کلبونو ته بيا بيا ځو نو خلق به پۀ بد ګمانۍ کښې اخته کيږي ٭ دغه شان زمونږ د واټس ايپ سټيټس، زمونږ پۀ DP باندې لګيدلي تصويرونه، زمونږ د طرف نه بيا بيا شيئر کيدونکي پوسټونه وغيره هم زمونږ د شخصيت عکاسي کوي، پۀ دې کښې هم احتياط کول پکار دي چې هسې نۀ يو کَس زمونږه د سټيټس پۀ کتو، د DP پۀ تصوير کتو پۀ بد ګمانۍ کښې اخته نۀ شي۔ غرض دا باقاعده مونږ له پۀ خپل ذِهن کښې کښينول پکار دي چې مونږ له هيڅ يو داسې کار نۀ دي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami