Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat

Book Name:Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat

کوي نو خوند کوي خو عمل۔۔۔!! آه! عمل خو پۀ نفس باندې ګران دے، هډو کولے نۀ شي۔ اوس خو داسې ووايۍ چې دا يو دستور جوړ شوے دے ٭ پۀ سوشل ميډيا باندې يو ښۀ پوسټ وليدے شو، فوراً يـې وړاندې وليږي او بس فارغ ٭ پۀ واټس ايپ (WhatsApp) باندې سټيټس وويني، سکرين شارټ ترينه واخلي او پۀ خپل سټيټس يـې ولګوي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د اړخ نه ښۀ ښۀ د قرآن او د حديث د تعليماتو نه ډک، د نصيحت نه ډک پوسټونه شيئر (Share) کولے شي، ښۀ ښۀ سټيټس شيئر کولے شي، پۀ هغې باندې عمومي رَدِّ عمل دا وي چې پوسټ ولولي، پۀ سټيټس يـې ولګوي او فارغ شي۔

دا هم د نيکۍ دعوت دے، که نيت ښۀ وي نو د ثواب کار دے، مونږ له دا کار کول پکار دي، د اخوا ديخوا سټيټس لګولو نه خو 100 فيصده بهتر دے خو ورور جانه۔۔۔!! عمل چرته دے؟ د قرآنِ کريم آيت، حديثِ پاک، د بزرګانو فرمان د پوسټ پۀ شکل کښې مونږ ته رارسيدلے وو د پاره د دې چې مونږ يـې ولولو او پۀ هغې باندې عمل وکړو، مونږ نورو ته ورسولو او خبره ختمه شوه۔ دا ډيره ناخوښه خبره ده۔

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت نه مونږ ته دا خبره ميلاؤيږي چې مونږ د ښو خبرو نورو ته د وئيلو او رسولو تر حده پورې محدود نۀ شو بلکې پخپله پرې د عمل کولو عادت هم جوړ کړو۔

  (2): جومات د بد بوئي نه بچ کوئ!

د سيرتِ رضا د دې ښکلې  واقعې نه دويمه خبره دا هم معلومه شوه چې جومات د بد بوئي نه بچ کول ډير ضروري دي۔ ٭ د ګرمۍ موسم دے، خوَله راغله، د جامو نه بد بوئي ځي ٭ داسې د خُلې نه بد بوئي ځي ٭ کچه پياز مو وخوړو ٭ کچه اوګه مو وخوړله