Book Name:Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat
نور يـې وفرمائيل: که هُم د اَرنډې پۀ تيلو بلول وي نو د دې يوه طريقه ده، د لالټين پۀ خوا کښې ودريږئ او اواز کوئ:چي پۀ دې کښې د اَرنډې تيل دي، پۀ دې کښې د اَرنډې تيل دي، چې تيريدونکي بد ګمانه نۀ شي۔ حاجي کفايتُ الله صاحب چې دا خبره واوريدله نو پۀ حکم باندې يـې فوراً عمل وکړو او لالټين يـې مړ کړو۔([1])
تمہاری شان میں جو کچھ کہوں اُس سے سِوا تم ہو
قَسیمِ جامِ عِرفاں اے شَہ احمد رضا تم ہو
عیاں ہے شانِ صدیقی تمہاری شانِ تَقْوٰی سے
کہوں اَتْقٰی نہ کیوں کر جبکہ خَیْرُالْاَتْقِیَاء تم ہو
وضاحت: اے زما پير او مُرشده! ستاسو په شان کښې چي زۀ څه هم اووايم ستاسو شان د هغې نه ډير زيات اوچت دے، تاسو خو د الله پاک د معرفت جامونو تقسيمولو والا يۍ، ستاسو پۀ تقویٰ ليدلو د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ياد تازه کيږي، تاسو ته د ټولو نه زيات متقي او پرهيزګاره ولې اونۀ وايم؟ تاسو د خپل دور د ټولو نه لوئي متقي يۍ۔
خائفِ کبریا ہیں رضا ہیں رضا عاشقِ مصطفےٰ ہیں رضا ہیں رضا
صوفیِ باصفا ہیں رضا ہیں رضا صاحبِ اِتِّقا ہیں رضا ہیں رضا
عاشقِ اولیا ہیں رضا ہیں رضا زینتِ اَتْقیا ہیں رضا ہیں رضا([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سيرتِ رضا د تقویٰ او د دِيني اِحتياطونو نه پۀ ډکه دې ښکلې واقعه کښې زمونږ د زده کولو د پاره ډير سبقونه دي: