Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat

Book Name:Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat

مدني چينل باندې نيغ پۀ نيغه (Live) ښودلے شي۔

مدني مذاکره د عقيدې او د اعمالو د اصلاح بهترينه ذريعه ده: ٭ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې پۀ سوونو کافرانو د مدني مذاکرې کتلو سره کلمه وئيلې ده ٭ پۀ لکونو بے نـمانځه نـمونځ ګزاره جوړ شوي دي ٭ د زرګونو زړونو اِصلاح شوې ده۔

تاسو هم په مدني مذاکره کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ٭ عِلمِ دِين به درته حاصل شي ٭ د الله پاک محبت به مو نصيب کيږي ٭ پۀ عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې به زياتوالے راځي ٭ د ګناهونو نه به مو نفرت نصيب کيږي ٭ د نيکۍ جذبه به درته ميلاويږي او ٭ پۀ اخلاقو او کردار کښې به مو هم بهتري راځي۔

راځئ چې پۀ مَدَني مذاکره کښې د شرکت د فائدو يو مَدَني سپرلے واورو:

د ماډرن ځلمي توبه  

د يو اِسلامي ورور د ليک خلاصه ده چې د دعوتِ اِسلامي ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما پۀ ګناهونو کښې ژوند تيرولو۔ هر وخت به مې پۀ زړۀ او دماغو کښې د فيشن خيال وو او د نيکو نه لرې د دنيا پۀ رنګينو کښې مې ژوند بربادولو۔ يو ځل يو مبلغ د دعوتِ اِسلامي د لاندې پۀ آخري عشره کښې د اجتماعي اعتکاف پوره ترغيب راکړو، هم دا رنګې د الله پاک پۀ فضل او کرم سره زما د اعتکاف سعادت نصيب شو، د اجتماعي اعتکاف خوندور ماحول، زړۀ راښکونکي بيانونه، د پيشمني او روژه ماتي روحاني نظارې ډيرې ښې ولګيدې، د کرم د پاسه کرم دا وو چې د اميرِ اهلِسُنَّت           دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه علمي او روحاني مدني مذاکرو او  د ژړا نه ډکو دُعاګانو د زړۀ نه د ګناهونو زنګ صفا کړو۔ زما د ګناهونو پۀ تيارۀ ژوند کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رڼا خوره شوه۔ ما د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه کړه او د امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه مې د بيعت شرف