Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat

Book Name:Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat

نه دا پوخ نيت وکړئ چې ما ته هم فائده مند جوړيدل دي، نورو ته فائده رَسَوَل دي، د خپلو مسلمانانو وروڼو زړونه خوشحالول دي۔ چې دا مونږه وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه خوږ ملک بلکې د ټولې دُنيا مسلمانان به د ترقۍ او کاميابۍ طرف ته روان شي۔

د مسلمان د خير خواهۍ پۀ باره کښې نصيحتونه

د مسلمانانو سره د خير خواهۍ، ښيګړې او همدردۍ اختيارولو پۀ باره کښې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو نصيحتونه واورئ! هغوئي فرمائي: ٭ د مسلمانانو اِعَانت (يعنې د هغوئي مدد کول) د الله پاک ډير خوښ دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: الله پاک د خپل بنده تر هٰغه وخته پورې مدد فرمائي، تر کومې پورې چې هغه د خپل مسلمان ورور مدد کوي ٭ بغير د تحقيق نه د يو مسلمان طرف ته د ګناه نسبت کول حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے (يعنې مونږه بغير د څۀ وجهې نه پۀ اوريدلے شوو خبرو کښې پۀ راتلو سره دا نۀ شو وئيلے چې فلانکے دروغ وائي، فلانکے بے نـمانځه دے، فلانکے سود خور دے، مونږ به هميشه د خپلو مسلمانانو وروڼو پۀ باره کښې ښۀ ګمان ساتو) ٭ د مسلمان سپکاوے کول حرام دي ٭ بغير د څۀ شرعي وجهې نه جاهل مسلمان ته هم کنځلې کول، د هغۀ سپکاوے کول حرام دي ٭ د مسلمان ورور سره د درې ورځو نه زياتې خبرې نۀ کول نا جائزه او حرام کار دے ٭ د مسلمان ورور توبه (يعنې معافي) قبلول واجِب دي ۔ (يعنې که د يو مسلمان ورور نه څۀ غلطي وشي، بيا هغه زمونږ نه معافي غواړي نو مونږ دا نۀ شو وئيلے چې دا د زړۀ نه معافي نۀ غواړي، زمونږ د پاره ضروري دي چې د هغۀ معافي قبوله کړو)۔ ([1])

د اعلیٰ حضرت د امت خيرخواهي او دعوتِ اسلامي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اميرِ اهلِ سنت مولانا محمد الياس قادري دامَت بَرَکاتُہمُ العالِیہ 


 

 



[1]...  فیضانِ اعلیٰ حضرت (عیسیٰ رضوی)، صفحہ:197-200 ملتقطاً۔