Book Name:Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat
نـمونځ يـې وکړو، د جومات نه بهر يـې تشريف راوړو، ذَکاءُ الله صاحب يـې وليدو، د هغوئي سره ګرم څادر نۀ وو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً څادر کوز کړو او خپل خادم ته يـې عطا کړو۔ د دې واقعې نه دوه يا درې ورځې پس د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره نوے څادر تيار کړے شو، قربان شم! هغوئي هٰغه نوے څادر واچولو او جومات ته لاړو، هلته يـې يو مسافر وليدو، د هغۀ سره ګرم څادر نۀ وو، هغوئي هٰغه نوے څادر کوز کړو او هٰغه نا اشنا مسافر له يـې ورکړو۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره عظيم شان يې دے، څنګه سخاوتونه دي، پخپله به يـې يخني کيږي، ځان به پۀ مشقت کښې اچوي، د دې ورسره هيڅ غم نشته، چې مسلمان ورور پۀ سخته کښې راګير نۀ شي، د دې ورسره هر وخت غم وي۔
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بل انداز مبارک ته وګورئ! هغوئي د خپلو ٭ عزيزانو ٭خپلوانو ٭ ملګرو او ٭ خاص خاص مُريدانو د نومونو يو اوږد لسټ جوړ کړے وو۔ د سحر د نـمونځ نه پس او د اورادو او وظيفو پۀ اخره کښې به يـې د هٰغه ټولو نومونه اخستل او دُعا به يـې ورته کوله۔ سيّد ايوب علي صاحب فرمائي چې يوه ورځ زۀ ډير پريشانه ووم، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې مې د دُعا د پاره عرض وکړو، هغوئي دُعا وکړه او ورسره ورسره يـې ما او زما ورور سيد قناعت علي ته وفرمائيل: ستاسو د دواړو نومونه ما د دُعا پۀ لسټ کښې شامل کړي دي کوم چې پۀ ورو ورو ډير اوږد شوے دے، دا ټول نومونه ما ته ياد دي، روزانه د هر نوم پۀ اخستو د ټولو د پاره دُعا کووم۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې ادا ده۔۔۔! چې مونږه پۀ خپل ځان باندې لږ غور وکړو، ډير د لرې تللو ضرورت نشته، چرته يوه ورځ د خپل موبائل جائزه واخلو! پۀ موبائل کښې کونټيټ لسټ