Book Name:Aala Hazrat Khair Khwaah e Ummat
دے۔ نور فرمائي: د مال وغيره پۀ ذريعه د مسلمان خير خواهي فرضِ کفايه ده۔([1])
يعنې که د چا مال ته ضرورت دے، بيا څوک مسلمان د خپل هٰغه محتاج مسلمان ورور مالي خدمت وکړي، د هغۀ سره خير خواهي وکړي، نو د ټولو مسلمانانو فرض خلاص شو، ولې؟ ځکه چې دا فرضِ کِفايه ده۔
دا څومره اهمه نکته ده، مونږ د يو مسلمان پۀ باره کښې په زړۀ څۀ بد نۀ شو راوستے. مثلًا ٭ کاش چې د هغۀ کاروبار پۀ ټپه ودريږي، دا غوښتل د ګناه کار دے ٭ الله دې کړي چې هغۀ خو ګونګے شي ٭ فلانکے خو چې بس مړ شي نو پۀ زمکه باندې به بوج کم شي ٭ زما که وَس کيدے نو جيل ته به مې ليږلے وو۔ د خپلو مسلمانانو وروڼو پۀ باره کښې داسې د نفرت نه ډک چې کوم جذبات په زړونو کښې ساتلے شي، دا د ګناه کارونه دي، مونږ د هيڅ يو مسلمان ورور بد نۀ شو غوښتے۔ هميشه به خير خواهي کوو، همدردي به يې کوو۔
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خير خواهۍ انداز
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خير خواهۍ انداز ته ګورئ! ٭ د هغوئي عادت مبارک وو چې هر کال به يـې د يخنۍ پۀ موسم کښې بړستنې (يعنې د اغوستو د پاره د مالوچو نه ډکې کړے شوې څادرې) نوې ګنډلې او پۀ غريبانانو به يـې تقسيمولې، يو ځل د يخنۍ پۀ موسم کښې هغوئي بړستنې تقسيم کړې وې، د ځان د پاره يـې هم نۀ وې پريښودې، د هغوئي کشر ورور مولانا محمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د پاره يوه خاص بړستن جوړه کړه، هغوئي چې څنګه واغوستله نو چا ترينه سوال وکړو، هغوئي فوراً هٰغه بړستن کوزه کړه او هٰغه غريب له يـې ورکړه([2]) ٭ جناب ذَکاءُ الله صاحب د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خادم وو، يو ځل د يخنۍ موسم وو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګرم څادر اچولے وو، د ماښام