Book Name:Ala Hazrat Ka Iman e Kamil
ستوري څنګه غواړي تاوهلے يـې شي، هٰغه رَبِّ قادِر او قيوم که وغواړي نو مياشت خو غټه خبره ده، اوس به پۀ دې ساعت باران شي۔ بس د هغوئي د خُلې نه دومره وتل وو چې وريځې راغلې او باران شروع شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے،
اُولٰٓىٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَ اَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُؕ
(پارہ:28، سورۀ المجادلہ:22)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا هٰغه خلق دي د کومو پۀ زړونو کښې چې الله ايمان نقش کړو او له خپله طرفه يـې د رُوح پۀ ذريعه د هغوئي مدد وکړو۔
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره د کامِل ايمان والا وو، هغوئي پۀ ستورو باندې نۀ بلکې د ستورو جوړولو والا پۀ قُدرت نظر لري، ورسره د الله پاک خاص تائيد او مدد ته وګورئ چې دلته د هغوئي د خُلې مبارکې نه ووتل، هلته باران شروع شو۔
اے الله! طبيب دروغژن او حبيب رښتيا کړې
يو ځل داسې وشو چې پۀ هندوستان کښې د طاعون وبا راغله، دا ډيره خطرناکه او مهلکه بيماري وي، پۀ دې کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم بيمار شو، سخته تبه يـې وه، د غوږونو نه شاته غوټې او ووريۍ يـې وپړڅيدلې، خبرې او خوراک څښاک کول ورته ګران شو۔ طبيب راوغوښتے شو، پۀ هغۀ باندې معائينه وکړے شوه، د ښۀ کتنې نه پس يـې 7، 8 کرته ووئيل: دا هم هٰغه دے، دا هم هٰغه دے، يعنې طاعون مرض دے۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما خو خبرې نۀ شوې کولے، البته! د زړۀ نه مې پوخ يقين لرلو چې نۀ زما طاعون دے او نۀ به چرې شي۔
دا يقين د هغوئي ولې وو؟ ځکه چې پۀ حديثِ پاک کښې دُعا ښودلے شوې ده او د