Book Name:Ala Hazrat Ka Iman e Kamil
خُدا ایک پر ہو تو اِک پر مُحَمَّد اگر قلب اپنا دو پارا کروں میں([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د هغوئي د کامِل ايمان څومره ښکلے شان دے۔ هسې خو هغوئي ډيرې عاجزۍ کولو والا وو خو پۀ دې ځائے کښې د تحديثِ نعمت د پاره لکه چې پخپله وائي چې پۀ ما باندې د رَبِّ رحمان اِنعام دے چې زما پۀ زړۀ باندې اِيمان نقش کړے شوے دے۔
زۀ د ستورو جوړولو والا قدرت ته ګورم
واقعه ډيره مشهوره ده، يو ځل يو کَس حاضر شو، کوم چې پۀ عِلمِ نجوم کښې ډير مهارت لرلو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه پوښتنه وکړه: وفرمايئ چې د باران څۀ اندازه ده؟ تر څو پورې به وريږي؟ نجومي صاحب د خپل عِلم مطابق کرښې وغيره راښکلې، د ټول حساب کتاب کولو نه پس يـې ووئيل: پۀ دې مياشت کښې باران نشته، پۀ بله مياشت کښې به کيږي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير پۀ اطمينان او يقين سره وفرمائيل: الله پاک ته ټول قدرت حاصل دے، که هغه وغواړي نو هم نن به باران وکړي۔ نجومي صاحب پۀ خبره پوهه نۀ شو، اوئې وئيل: دا څنګه کيدے شي؟ تاسو ته خو هم د عِلمِ نجوم پته ده، د ستورو چال ته خو وګورئ!
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د پوهه کولو د پاره اسان انداز اختيار کړو، مخامخ ګړۍ لګيدلې وه، هغوئي پوښتنه وکړه: ووايئ چې اوس څو بجې دي؟ نجومي صاحب ووئيل: پاؤ باندې يولس۔ پوښتنه يـې وکړه: دولسو بجو ته څومره وخت پاتې دے؟ اوئې وئيل: 45 منټه۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاڅيدو او پۀ لاس باندې يـې غټه ستن تاؤ کړه، فوراً 12 بجې شوې۔ اوئې فرمائيل: تاسو خو وئيل چې 45 منټه پس به 12 بجې کيږي، دا خو اوس شوې۔ نجومي صاحب ووئيل: تاسو ستن تاؤ کړه، ګنې نۀ به کيدے، اوئې فرمائيل: زۀ خو هم دا وايم، تاسو ستورو ته ګورئ، زۀ د ستورو جوړولو والا قُدرت ته ګورم، هغۀ چې کوم