Faiz e Data Huzoor

Book Name:Faiz e Data Huzoor

هيڅ باک نشته۔ هٰغه مسئله د کومې نه چې پۀ خلقو کښې دا غلط فهمي راغلي ده، هغه دا ده چې مثلاً جنازه کيدونکې ده، يو کَس ناوخته راورسيدو، بيا حالت دا دے چې که اودس کوي نو جنازه به ترينه وشي، پۀ دې حالت کښې هغۀ ته اِجازت دے چې تَيمُّم وکړي او پۀ جنازه کښې شرکت وکړي، دا چې کوم تيمم دے، خاص پۀ دې تيمم باندې نور نـمونځونه نۀ شي کولے ځکه چې دا تيمم خاص د جنازې د پاره وو او شريعت د يوې خاص مجبورۍ پۀ وجه د دې اجازت ورکړے دے۔ باقي پاتې شو اودس۔۔۔!! نو د دې دا حکم نۀ دے۔ ([1])

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                     صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا اَوَّلُ (اے قديم ذاته۔۔۔!!) 

که د ښځې او خاؤند پۀ خپل مينځ کښې محبت کم شي نو روزانه دې د الله پاک دا خوږ نوم يَا اَوَّلُ سل [100] کرته لولي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ خپل مينځ کښې به يـې محبت زيات شي۔ ([2])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                     صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:3، صفحہ:305 و306  خلاصۃً ۔

[2]... مدنی پنج سورہ، صفحہ:258۔