Ahl e Suffah Ke Fazail

Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail

او تشريف يـې يوړو۔

لږ ساعت پس د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ هٰغه ځائے راتيريدلو، حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي نه هم عِلمي پوښتنه وکړه، هغوئي هم جواب ورکړو او تشريف يـې يوړو۔

مُحْتَاج سے تمہارے کرتے ہیں سب کنارہ       بس اِک تمہیں ہو یاوَر تم پر سلام ہر دَم

دواړه صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهما يقيناً چې مالداره هم وو، سخيان هم وو، مال به يـې هم تقسيمولو، ممکن ده چې دې دواړو حضراتو ته معلومه وه چې دا نن د بَل يو دَر ميلمه دے۔ خير! حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وږے وو، صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم تير شو، فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم تير شو، هغوئي چې پۀ کوم ځائے کښې وو هم هلته کيناستو، لږ وخت پس د بے وسو آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړو۔

لَو وہ آیا میرا حامی، میرا غمخوارِ اُمم                         آگئی جاں تنِ بےجاں میں یہ آنا کیا ہے([1])

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه شوه چې ابو هريره   رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وږے دے، اوئې فرمائيل: ابو هريره! پۀ ما پسې راځۀ! حضرت ابو هريره             رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ورپسې روان شو، پۀ تللو تللو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کور مبارک ته ورسيدو، چا پۀ يو لوښي کښې پۍ پۀ تحفه کښې راوړي وو۔ نبي کريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ابو هريره۔۔۔!! لاړ شۀ! ټول اَصحابِ صُفَّه راوبله!

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ حکم باندې د عمل کولو د پاره روان شو، پۀ زړۀ کښې يـې سوچ کولو چې يو لوښے پۍ دي چې دومره ډير کسان راشي نو آيا زما د پاره به پکښې هم پاتې شي؟ پۀ دې سوچ سوچ کښې د اَصحابِ صُفَّه خوا له لاړو، د خوږ مصطفٰے


 

 



[1]...حدائقِ بخشش، صفحہ:173۔