Ahl e Suffah Ke Fazail

Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail

پۀ خپلو خِيټو پورې کاڼي تړل، د پاسه به مو پرې کپړه مضبوطه راتاو کړله۔([1])

حضرت فُضَاله بن عبيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جَمعه راکوله، پۀ نـمونځ کښې ځينې اَصحابِ صُفَّه د ډيرې لوږې پۀ وجه بے هوشه شو او راپريوتل۔([2])

پۀ يوه نمړۍ باندې موړ شوم

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل زۀ د ډيرو ورځو نه وږے ووم، د مسجدِ نبوي شريف طرف ته روان ووم، د سختې لوږې پۀ وجه راته تلل ګران وو، پۀ تللو تللو کښې راباندې سر وچورليدو او راپريوتم، بيا راپاڅيدم، د مسجدِ نبوي طرف ته روان شوم، بيا د لږ شان مزل کولو نه پس راباندې سر وچورليدو، هم داسې پۀ پۀ سر چورليدو، راپريوتو او راپاڅيدو مسجدِ نبوي شريف ته ورسيدم، هلته مې د بے وسو د سرکار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما پۀ مخ باندې د لوږې نخښې وليدلې نو د کور نه يـې ثرِيد (يعنې پۀ خوروا کښې ماته کړے شوې ډوډۍ) راوغوښتله، ما ته يـې وفرمائيل: ابو هريره! لاړ شۀ! ټول اَصحابِ صُفَّه راوبلله! ما ټول راوبلل، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټولو ته د خوړلو د پاره وفرمائيل، ما ته يـې حکم اونۀ کړو، ځکه زۀ يو طرف ته ودريدم۔ چې کله ټولو اَصحابِ صُفَّه وخوړله نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوښے مبارک پۀ لاس کښې راواخستو، د هغې پۀ غاړو پسې چې کوم خوراک انښتے وو، پۀ خپلو مبارکو لاسونو يـې هغه راجمع کړو، دا پۀ مشکله هم يوه نمړۍ جوړه شوه ، اوئې فرمائيل: ابو هريره! بِسمِ الله ولوله او خورۀ! فرمائي: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! الله پاک پۀ هٰغه يوه نمړۍ کښې دومره برکت کيښودو چې پۀ


 

 



[1]... مسند احمد، جلد:4، صفحہ:296، حدیث:8524۔

[2]... مسند احمد، جلد:9، صفحہ:706، حدیث:24662۔