Share this link via
Personality Websites!
او نورو غير مسلمو بنيادي نظريه دا وه چې دا کِتَاب د الله پاک له طرفه نۀ دے نازل شوے. د هغوئي نه به چې تپوس وشو چې که دا د الله پاک کلام نۀ دے نو بيا څه دے؟ د دې سوال هيڅ واضِحه جواب پخپله د هٰغو غير مسلمو سره هم نۀ وو، په دې باره کښې به هغوئي مختلفې حيلې بهانې جوړولې مثلًا:* چا به وئيل: دا شاعِري ده* چا به وئيل: دا د نجوميانو او کاهنانو خبرې دي * چا به وئيل: دا جادو دے* چا به وئيل چې مُحَمَّد صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا کلام پخپله جوړ کړے دے يا يـې په بل چا جوړ کړے دے.
غرض دا چې څومره خُلې هومره خبرې وې، خو يو غير مُسلِمه هُم په واضِحه توګه دا نۀ شو ثابتولے چې که دا کِتَاب د الله پاک کلام نۀ دے نو بيا څه دے.
الله پاک د دغه غير مسلمو د ټولو شکونو او شبهاتو او فضولو الزامونو صرف يو جواب ورکړو، او ويـې فرمائيل:
وَ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰى عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ۪-
تَرجَمہ کَنْزُ الْعِرْفان: او که ستاسو د دې کتاب په باره كښې څه شک وي کوم چې مونږ په خپل خاص بنده باندې نازل کړے دے
يعنې که تاسو ته شک دے چې دا قرآنِ کريم د الله پاک کلام نۀ دے نو بيا يو کار اوکړئ!
فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ۪-
تَرجَمہ کَنْزُ الْعِرْفان: نو تاسو د دې په شان يو سورت راوړئ
يعنې اے غير مسلمو! * تاسو هم انسانان يـئ، زمونږه محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم انسان دے *تاسو هم عرب يـئ، دوئي هم عربي دے* تاسو هم د دې ملک اوسيدونکي يـئ، چرته چې دوئي اوسيږي* تاسو د ژبې ډير ماهران هم يـئ* په تاسو کښې لوئي لوئي شاعران هم موجود دي* لوئي لوئي نجوميان او کاهنان هم درکښې موجود دي، زمونږ محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو اُمِّي دے چې په دې دنيا کښې يـې د چا نه هيڅ سبق نۀ دے وئيلے خو په تاسو کښې خو تعليم يافته هم شته، لوئي لوئي تجربه کار هم درکښې موجود دي، که ستاسو دا دعویٰ ده چې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami