Book Name:Aulad Ke 3 Huqooq (Qist 3)
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د اولاد درې حقونه (قسط: 3) پۀ باره کښې فائده مند معلومات درکولے شي او د اوده کيدو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوستل پۀ پل صِراط باندې نُور دے، څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته دُرُودِ پاک لولي د هغۀ به د 80 کالو ګناهونه معاف شي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د اولاد درې حقونه (قسط: 3)
آيت مبارک
الله پاک فرمائيلي دي:
وَ اعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَ اَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌۙ-
(پارہ 9، سورہِ انفال : 28)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پوهه شئ چې ستاسو مالونه او ستاسو اولاد يو امتحان دے۔
فِتنَه: يعنې ازميښت، امتحان۔ د آيت معنیٰ دہ: الله پاک تاسو ته مال او اولاد عطا کړے
[1]... الترغیب فی فضائل الاعمال ، باب مختصر من الصلاۃ علی رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، صفحہ:14، حدیث:22۔